ټرمپ: له ایران سره نوی تړون د اټومي ګواښ پر وړاندې قوي دیوال دی
بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د باراک اوباما په دوره کې له ایران سره شوی تړون د منځني ختیځ لپاره خطرناک و او د تهران د اټومي پروګرام د پراختیا لپاره یې زمینه برابره کړې وه
نوموړي ټینګار کړی چې هغه تړون ایران ته د اټومي فعالیتونو د ودې فرصت ورکړی و، خو په مقابل کې نوی شوی توافق د هغه په وینا د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یو «قوي دیوال» دی چې د سیمې امنیت تضمینوي.
ټرمپ زیاته کړې چې دا نوی تړون د پخوانیو توافقاتو په پرتله ډېر اغېزمن دی او کولی شي د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي
هغه همدارنګه ویلي چې دا تړون ممکن د امریکا کانګرس ته د بیاکتنې لپاره هم واستول شي، څو د قانوني او سیاسي ارزونې له مرحلې تېر شي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوال بحثونه لا هم دوام لري او د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د نړیوال سیاست په مهمو موضوعاتو کې شمېرل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
796
-
مقاله
438
-
سیاست
127
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl