news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نثار باز خان: د خېبر پښتونخوا د ولس پیسې چا او ولې اسلام‌اباد ته وسپارلې؟

نثار باز خان: د خېبر پښتونخوا د ولس پیسې چا او ولې اسلام‌اباد ته وسپارلې؟

نثار باز خان: د خېبر پښتونخوا د ولس پیسې چا او ولې اسلام‌اباد ته وسپارلې؟

بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥

د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي او د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د ایالت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۰۹ میلیارده کلدارو د لېږد په اړه سختې نیوکې کړې او له تحریک انصاف ګوند او ایالتي حکومت څخه یې د سپیناوي غوښتنه کړې ده

نوموړي په یوه ویډیویي بیان کې ویلي چې دا ستره مالي اندازه په داسې مهال اسلام‌اباد ته سپارل شوې چې لا هم پر مرکزي حکومت د خېبر پښتونخوا د زرګونو میلیارده کلدارو حقونه پاتې دي او ایالت له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او پرمختیايي ستونزو سره مخ دی

هغه ویلي چې د خېبر پښتونخوا خلک حق لري پوه شي چې د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره ځانګړې شوې بودیجه د کوم دلیل له مخې بل ځای ته ولېږدول شوه، په داسې حال کې چې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې لا هم د سړکونو، روغتیا، زده‌کړو او نورو بنسټیزو برخو اړتیاوې نه دي پوره شوې

نثارباز خان ټینګار کړی چې د ولس له پراختیايي بودیجې څخه د دفاعي لګښتونو لپاره د پیسو ورکول د ایالت له خلکو سره بې‌انصافي ده او دا ډول پرېکړې د خېبر پښتونخوا د پرمختګ پر بهیر منفي اغېز پرېباسي

هغه پوښتنه کړې چې ایالتي حکومت ولې د خېبر پښتونخوا د مالي حقونو د ترلاسه کولو لپاره جدي دریځ خپل نه کړ او ولې یې د ولس د سرچینو د خوندي کولو پر ځای د دغې پرېکړې ملاتړ وکړ

نوموړي ویلي چې ولس د دې موضوع په اړه روښانه او قانع کوونکي ځوابونه غواړي او باید معلومه شي چې دا پرېکړه د چا په غوښتنه، د کومو موخو لپاره او د کومو شرایطو لاندې ترسره شوې ده

د هغه په وینا، د خېبر پښتونخوا د خلکو حقونه او سرچینې باید د هر ډول سیاسي او اداري مصلحتونو څخه پورته وبلل شي او د ولس شتمني باید یوازې د ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره وکارول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto