واشنګټن/تهران: ټرمپ او پزشکیان د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه لاسلیک کړه
بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان له خوا د چهارشنبې په ورځ یوه ګډه هوکړه لاسلیک کړه چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې او ترینګلتیاوو پای ته رسول دي
د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دغه هوکړه له پرلهپسې سیاسي هلو ځلو او اوږدو خبرو وروسته رامنځته شوې او تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ فضا کمه او د اړیکو د ښه کېدو لپاره نوې لار پرانیزي
راپورونه وایي، دا هوکړه د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو په بهیر کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې له ژورو اختلافونو، فشارونو او کړکېچونو سره مخ وو
ویل کېږي چې د دې هوکړې له مخې به د تاوتریخوالي د راکمولو، د شخړو د پراخېدو د مخنیوي او د پاتې اختلافونو د حل لپاره د خبرو اترو بهیر دوام ومومي
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې د سیمې هېوادونه او نړیوالې کړۍ د امریکا او ایران ترمنځ هر ډول جوړجاړي ته د منځني ختیځ د ثبات او ارامۍ لپاره د یوه مهم ګام په سترګه ګوري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
796
-
مقاله
441
-
سیاست
128
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl