اروپایي ټولنه:د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ضد نړیوال غږ؛ اروپایي ټولنې ته د بېړني اقدام غوښتنه
اروپایي ټولنه:د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ضد نړیوال غږ؛ اروپایي ټولنې ته د بېړني اقدام غوښتنه
بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥
د افغانستان او نړۍ له ۴۰ څخه زیاتو مدني او د بشري حقونو بنسټونو په یوه ګډ پرانستي لیک کې له اروپایي ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر ژر تر ژره ودروي او له هغو پرېکړو څخه ډډه وکړي چې د طالبانو د نړیوال منلو لامل ګرځي
د دغو بنسټونو په وینا، افغانستان لا هم له ژور بشري ناورین، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی او په داسې شرایطو کې د افغان کډوالو جبري ستنول به زرګونه کورنۍ له نوو خطرونو او سختو ستونزو سره مخامخ کړي
په لیک کې راغلي چې د کډوالو برخلیک باید د بشري ارزښتونو، نړیوالو ژمنو او د انسانانو د خوندیتوب پر بنسټ وټاکل شي، نه د سیاسي مصلحتونو او لنډمهالو موخو له مخې
د لیک لاسلیکوونکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې هر ډول هغه سیاستونه او اړیکې چې د طالبانو د نړیوال حیثیت د پیاوړتیا لامل کېږي، کولی شي د بشري حقونو، مدني ازادیو او عدالت د ارزښتونو پر وړاندې منفي اغېزې ولري
دوی له اروپایي ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د خوندیتوب، د بشري حقونو د دفاع او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو د ملاتړ لپاره خپل دریځ لا پیاوړی کړي او د جبري ستنولو له هر ډول تګلارې څخه لاس واخلي
دا غوښتنه په داسې مهال راپورته کېږي چې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع په وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو، مدني فعالانو او ګڼو نړیوالو څېرو د جدي اندېښنو سبب ګرځېدلې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?