د خلیج هېوادونه: د ایران او امریکا کړکېچ دې د سیمې امنیت نه ګواښي
بریانیوز - پنجشنبه ٢۵ سرطان ١٤٠٥
دوحه – د خلیج یو شمېر هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو پوځي ترینګلتیاوو له پراخېدو وروسته، په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي په وروستیو امنیتي پېښو کې د متحده عربي اماراتو دوه د تېلو لېږدوونکې کښتۍ زیانمنې شوې، چې له امله یې د عملې یو شمېر غړي ټپیان او ورک شوي دي
له دغو پېښو وروسته قطر، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو په جلا جلا اعلامیو کې ټینګار کړی چې د تهران او واشنګټن شخړه باید د سیمې نورو هېوادونو ته ونه غځېږي او د خلیج امنیت او ثبات له خطر سره مخ نه کړي
یادو هېوادونو د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د کړکېچ د سولهییز حل ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به د هرمز تنګي د امنیت او د نړیوالې انرژۍ د لېږد پر بهیر منفي اغېزې ولري
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې قطر او عمان لا هم د منځګړیتوب هڅې روانې ساتلي، خو د اوسني کړکېچ د ژر هواري احتمال لا هم کم ښکاري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1709
-
اخبار افغانستان
854
-
مقاله
561
-
سیاست
203
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl