د جلالاباد ریکشهچلوونکي: نوې مالیې او محدودیتونه مو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي
بریانیوز - جمعه ٢۶ سرطان ١٤٠٥
جلالاباد – د جلالاباد ښار یو شمېر ریکشهچلوونکي شکایت کوي چې پر ورځني عاید سربېره ترې د مالیې او د تګ راتګ د فیسونو اخیستل پیل شوي، چې د دوی اقتصادي ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې دي
د دوی په وینا، ډېری ریکشې د ورځې په شاوخوا ۲۵۰ افغانیو کرایه چلوي، خو اوس ترې هره ورځ مالیه هم اخیستل کېږي. ریکشهچلوونکي وایي، ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري او د ښار له دباندې څلور بېلابېل مسیرونه خصوصي شرکتونو ته سپارل شوي دي
د هغوی په خبره، د هر مسیر لپاره باید د ۳۰ افغانیو په بدل کې جلا پارچه واخلي، او د یوه مسیر پارچه په بل مسیر کې د اعتبار وړ نه ده. دوی زیاتوي، که یو ریکشهچلوونکی په یوه ورځ کې په ټولو څلورو مسیرونو کې کار وکړي، نو یوازې د پارچو لپاره باید ۱۲۰ افغانۍ ورکړي
ریکشهچلوونکي له اړوندو چارواکو غواړي چې د دغو مالیو او محدودیتونو په اړه بیاکتنه وکړي، ځکه د دوی په وینا، اوسنی وضعیت د دوی پر عاید او د کورنیو پر اقتصادي ژوند ناوړه اغېز کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1711
-
اخبار افغانستان
855
-
مقاله
571
-
سیاست
205
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl