news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیویارک : د نیویارک ښاروال د نتانیاهو د احتمالي نیولو په اړه قانوني سلا مشورې پیل کړې

نیویارک : د نیویارک ښاروال د نتانیاهو د احتمالي نیولو په اړه قانوني سلا مشورې پیل کړې

نیویارک : د نیویارک ښاروال د نتانیاهو د احتمالي نیولو په اړه قانوني سلا مشورې پیل کړې

بریانیوز - دوشنبه ٢۹ سرطان١٤٠٥

نیویارک – د امریکا د نیویارک ښاروال، ممداني، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د احتمالي نیولو په اړه د قانوني چارو د ارزونې او سلا مشورو د پیل خبر ورکړی دی. دا اقدام له هغې مخکې ترسره کېږي چې ټاکل شوې نتانیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي

د راپورونو له مخې، ممداني د ښار له حقوقي سلاکارانو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د امریکا د نافذه قوانینو له مخې د نړیوالې جزایي محکمې د نیولو د حکم د عملي کېدو حقوقي اړخونه وڅېړي

نړیوالې جزایي محکمې تر دې وړاندې د نتانیاهو د نیولو حکم صادر کړی او یو شمېر هېوادونو ویلي چې د محکمې د غړو په توګه به د دغه حکم پلي کولو ته ژمن پاتې شي

خو د امریکا حکومت د نړیوالې جزایي محکمې له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا حکم نه مني. په همدې حال کې، ممداني لومړنی لوړپوړی امریکایي چارواکی بلل کېږي چې په ښکاره ډول یې د نتانیاهو د احتمالي نیولو د قانوني ارزونې خبره کړې ده

تر اوسه د اسراییلو حکومت او د نتانیاهو دفتر د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto