news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بشري حقونو بنسټ: ایران د اصفهان په دستګرد زندان کې یو افغان وګړی او یو ایرانی بندي اعدام کړي

د بشري حقونو بنسټ: ایران د اصفهان په دستګرد زندان کې یو افغان وګړی او یو ایرانی بندي اعدام کړي

د بشري حقونو بنسټ: ایران د اصفهان په دستګرد زندان کې یو افغان وګړی او یو ایرانی بندي اعدام کړي

بریانیوز - دوشنبه ٢۹ سرطان١٤٠٥

تهران – د بشري حقونو بنسټ «هه‌نګاو» راپور ورکړی چې ایراني چارواکو د اصفهان ولایت د دستګرد په زندان کې یو افغان وګړی، ګل‌محمد محمدي، او یو ایرانی بندي، عرفان اسفندیاري، اعدام کړي دي

د بنسټ د معلوماتو له مخې، ګل‌محمد محمدي د افغانستان تبعه و، خو د هغه د دوسیې، د تورونو او د محاکمې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي


هه‌نګاو همداراز ویلي چې له نوموړي سره یو ځای عرفان اسفندیاري، چې د ایران د اعتراضونو له ګډونوالو څخه یاد شوی، هم اعدام شوی دی

راپور زیاتوي چې د دواړو کسانو د اعدام حکم د اصفهان په دستګرد زندان کې عملي شوی، خو د اعدام د دقیقې نېټې او د قضیې د بشپړو حقوقي جزییاتو په اړه لا هم معلومات نه دي خپاره شوي

تر اوسه ایراني چارواکو د هه‌نګاو د راپور او د یادو اعدامونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. همداراز خپلواکو سرچینو هم د راپور جزییات نه دي تایید کړي

په وروستیو کلونو کې د ایران په زندانونو کې د اعدامونو د زیاتوالي په اړه د بشري حقونو بنسټونو پرله‌پسې اندېښنې څرګندې کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د محاکمو روڼتیا او د بندیانو قانوني حقونو ته جدي پاملرنه وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto