د بشري حقونو څار بنسټ: په افغانستان کې د لوږې بحران د پراخېدو په حال کې دی
بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥
کابل – د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو او د بشري مرستو پر وړاندې د محدودیتونو له امله د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او میلیونونه افغانان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي
د بنسټ په وینا، د مرستو د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې ګڼې مرستندویه ادارې خپلې چارې محدودې کړي یا ځینې پروګرامونه ودروي، چې له امله یې زرګونه اړمنې کورنۍ له خوراکي او نورو بنسټیزو مرستو بېبرخې شوې دي
راپور زیاتوي چې ماشومان، ښځې، سپینږیري او بېځایه شوې کورنۍ د دې بحران تر ټولو ډېر زیانمن شوي او د خوړو د کمښت له امله د خوارځواکۍ کچه هم د لوړېدو په حال کې ده
د بشري حقونو څار بنسټ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې او دوامدارې کړي، ځکه د مرستو نوره کموالی به د هېواد بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1716
-
اخبار افغانستان
863
-
مقاله
582
-
سیاست
211
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl