تعليم او تربيې: له پاکستانه ایستل شوي افغان ډاکټران د تخصصي زدهکړو د بشپړولو غوښتنه کوي
بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥
کابل – یو شمېر افغان ډاکټران چې د تخصصي طبي زدهکړو پر مهال له پاکستانه ایستل شوي، وایي د ایستلو له امله یې د تخصصي روزنې بهیر نیمګړی پاتې شوی او اوس د خپل مسلکي راتلونکي په اړه له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي
د دوی په وینا، کلونه یې د تخصصي زدهکړو لپاره هڅې کړې، خو د پاکستان د کډوالو د ایستلو له بهیر سره یې زدهکړې هم ودرېدې او لا هم نه پوهېږي چې څنګه به خپل تخصص بشپړ کړي
یادو ډاکټرانو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې دوی ته د بېرته ستنېدو او د تخصصي پروګرامونو د بشپړولو اجازه ورکړي، څو وکولای شي خپلې نیمګړې زدهکړې پای ته ورسوي او د روغتیا په برخه کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي
دوی وایي، د دې ستونزې دوام به نه یوازې د دوی پر مسلکي راتلونکي منفي اغېز وکړي، بلکې د افغان روغتیايي سکتور لپاره به هم د متخصصو ډاکټرانو د کمښت لامل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1716
-
اخبار افغانستان
863
-
مقاله
582
-
سیاست
211
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl