news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مصنوعي ځیرکتیا: چین کې د مصنوعي ځیرکتیا عینکو په وسیله د نقل کولو هڅه ناکامه شوه

مصنوعي ځیرکتیا: چین کې د مصنوعي ځیرکتیا عینکو په وسیله د نقل کولو هڅه ناکامه شوه

مصنوعي ځیرکتیا: چین کې د مصنوعي ځیرکتیا عینکو په وسیله د نقل کولو هڅه ناکامه شوه

بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥

 په چین کې یو محصل هغه مهال د امتحان پر مهال د نقل کولو په تور ونیول شو چې د مصنوعي ځیرکتیا له ځانګړتیاوو سمبالې عینکې یې کارولې

د راپورونو له مخې، مسوولینو د امتحان له پیل شاوخوا لس دقیقې وروسته د محصل په عینکو کې یو شین څراغ ولید او پرې شکمن شول. له پلټنې وروسته معلومه شوه چې دغه عینکې د پوښتنو د ځوابونو په موندلو کې د مرستې لپاره کارول کېدې

مسوولان وایي، یاد محصل وروسته ومنله چې د امتحان پر مهال یې له دغې هوښیارې وسیلې څخه د نقل لپاره ګټه اخیستې وه

د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته په چین کې د امتحانونو پر مهال د نوې ټکنالوژۍ د ناسم استعمال په اړه بحثونه زیات شوي دي. چارواکي وایي، د مصنوعي ځیرکتیا وسایل که څه هم د زده‌کړو لپاره ګټور دي، خو د ازموینو د اصولو د ماتولو لپاره یې کارول د اندېښنې وړ موضوع ده


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto