ټرمپ: د ایران د «پکاکس ماونټن» اټومي تاسیسات به ډېر ژر په نښه کړو
بریانیوز- چهارشنبه ۳۱ سرطان ١٤٠٥
واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات به د ایران د «پکاکس ماونټن» په نوم ځمکلاندې اټومي تاسیسات «ډېر ژر او په ډېر شدت» په نښه کړي
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي
ټرمپ ویلي، امریکا به د ایران هغه اټومي مرکزونه په نښه کړي چې د ده په وینا د تهران د اټومي پروګرام مهمه برخه جوړوي. هغه ټینګار کړی چې د امریکا اقدامات به پرېکنده او سخت وي
«پکاکس ماونټن»، چې په ایران کې د «کوه کلنګ» په نوم هم پېژندل کېږي، د نطنز اټومي مرکز ته نږدې د غرونو په منځ کې جوړ شوی ځمکلاندې تاسیسات دي. د راپورونو له مخې، دغه مرکز د سنټریفیوژونو د جوړولو، ساتنې او د یورانیمو د غني کولو له پروسې سره تړلي فعالیتونه ترسره کوي
د اټومي چارو شنونکي وایي، دغه تاسیسات شاوخوا سل متره د ځمکې لاندې موقعیت لري او د ژور جوړښت له امله یې په نښه کول له پوځي پلوه یو ستونزمن ماموریت ګڼل کېږي
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، اسراییلي استخباراتو اټکل کړی چې ایران تېر کال د خپلو سنټریفیوژونو یوه برخه همدې مرکز ته لېږدولې وه، خو لا هم روښانه نه ده چې دا کار د اټومي فعالیتونو د پراخولو لپاره شوی او که د تجهیزاتو د خوندي ساتلو لپاره
تر دې مخکې هم د ایران یو شمېر اټومي تاسیسات د بریدونو هدف ګرځېدلي، خو د «پکاکس ماونټن» مرکز تر اوسه خوندي پاتې شوی و. تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?