news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هدفي وژنې زیاتې شوې؛ په اوبه کې یو سیمه‌ییز مخور ووژل شو

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هدفي وژنې زیاتې شوې؛ په اوبه کې یو سیمه‌ییز مخور ووژل شو

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولسوالۍ یو سیمه‌ییز مخور د وسله‌وال برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

بریانیوز- چهارشنبه، ٣١ سرطان ١٤٠٥

د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس ارباب جمعه‌ګل ساغري نومېده او د اوبې ولسوالۍ د ملا میرحسن کلي اوسېدونکی و. نوموړي د ولسوالۍ په بازار کې دوکان درلود.

سرچینې زیاتوي، چې ارباب جمعه‌ګل ساغري پرون، د سې‌شنبې په ورځ (د سرطان ۳۰مه)، شاوخوا د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو، هغه مهال چې د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته روان و، د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه شاوخوا سل متره لرې د وسله‌وال برید هدف وګرځېد او ووژل شو.

تر اوسه د برید د عاملینو او انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto