ملګرو ملتونو سرمنشي : ګوتریش له مهم پیغام سره دمشق ته ورسېد؛ نړۍ یې د سوریې د ملاتړ لپاره اقدام ته راوبلله
ملګرو ملتونو سرمنشي : ګوتریش له مهم پیغام سره دمشق ته ورسېد؛ نړۍ یې د سوریې د ملاتړ لپاره اقدام ته راوبلله
بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسېد او د دغه هېواد له سرپرست ولسمشر احمد شرع سره یې ولیدل
د سوریې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، احمد شرع د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هرکلی وکړ. ویل کېږي، په دې لیدنه کې د سوریې پر روان وضعیت، بشري اړتیاوو او د نړیوالې همکارۍ پر پراختیا خبرې وشوې
ګوتریش د خپل سفر په اړه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي:دمشق ته د سوریې له خلکو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره راغلی یم. زما پیغام روښانه دی؛ ملګري ملتونه په دې حساس پړاو کې د سوریې ترڅنګ ولاړ دي
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او د دغه هېواد له بشري اړتیاوو سره د رسېدنې په برخه کې هېڅ راز هڅه ونه سپموي
د ګوتریش دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې سوریه لا هم له ګڼو بشري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، او نړیواله ټولنه د دغه هېواد د ثبات او بیارغونې په اړه خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1727
-
اخبار افغانستان
875
-
مقاله
594
-
سیاست
222
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl