سپینه ماڼۍ کې مهمې لیدنې: ټرمپ له نتانیاهو او زلنسکي سره د ایران، روسیې او نړیوال امنیت په اړه خبرې کوي
سپینه ماڼۍ کې مهمې لیدنې: ټرمپ له نتانیاهو او زلنسکي سره د ایران، روسیې او نړیوال امنیت په اړه خبرې کوي
بریانیوز - چهار شنبه،۷اسد ١٤٠٥
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، نن په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، او د اوکراین له ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، سره مهمې لیدنې ترسره کوي
د راپورونو له مخې، په دغو لیدنو کې به د منځني ختیځ امنیتي وضعیت، د ایران موضوع، د روسیې او اوکراین جګړه او د نړیوالو اړیکو اړوند مهم بحثونه وشي
ویل کېږي چې بنیامین نتانیاهو به له ټرمپ سره په خپلو خبرو کې د ایران پر وړاندې د امریکا د تګلارې په اړه خبرې وکړي. اټکل کېږي چې نوموړی به هڅه وکړي واشنګټن وهڅوي چې د تهران پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي او د ایران د حکومت د راتلونکي په اړه خپل نظرونه هم مطرح کړي
له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي به د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي. زلنسکي غواړي چې د مسکو پر وړاندې نړیوال فشارونه زیات شي او د اوکراین د ملاتړ لپاره نور اقدامات ترسره شي
شنونکي وایي، د ټرمپ او د دواړو مشرانو ترمنځ دا لیدنې د امریکا د راتلونکې بهرنۍ تګلارې د روښانه کولو لپاره مهمې دي، ځکه واشنګټن له یوې خوا د منځني ختیځ د کړکېچونو له مدیریت سره مخ دی او له بلې خوا د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي
تمه ده چې د سپینې ماڼۍ دغه خبرې اترې به د سیمې او نړۍ پر سیاسي معادلو اغېز ولري او د امریکا د راتلونکو پرېکړو په اړه به نوي جزییات څرګند کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?