د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د هېواد اوسنی حکومتي نظام ناکام شوی او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د هېواد اوسنی حکومتي نظام ناکام شوی او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده
بریانیوز/ جمعه ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د هېواد اوسنی حکومتي او اداري نظام نور د ملي ستونزو د حل وړتیا نه لري او د بنسټیزو اصلاحاتو اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده
نقوي په اسلاماباد کې د پاکستان اقتصادي غونډې پر مهال وویل، اوسنی نظام عملي ډول ناکام شوی او د هېواد د سیاسي، اقتصادي او اداري ستونزو د حل توان یې له لاسه ورکړی دی
هغه ټینګار وکړ، که پراخې اداري اصلاحات ترسره نه شي او نوي اداري واحدونه رامنځته نه شي، پاکستان به په راتلونکو لسو کلونو کې هم له همدې ستونزو سره مخ پاتې وي
د کورنیو چارو وزیر په وینا، د هېواد د پرمختګ او اغېزمنې حکومتولۍ لپاره د ادارې جوړښت ته بیاکتنه او د اصلاحاتو عملي کول اړین دي، څو د خلکو اړتیاوو ته په ښه ډول ځواب ورکړل شي
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له اقتصادي ستونزو، امنیتي ننګونو او سیاسي بېثباتۍ سره مخ دی او د اصلاحاتو غوښتنې ورځ تر بلې زیاتېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1736
-
اخبار افغانستان
887
-
مقاله
615
-
سیاست
230
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl