news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو سره مخ دی

اوچا: افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو سره مخ دی

اوچا: افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو سره مخ دی

 بریانیوز/چهارشنبه  ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او په میلیونونو خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د اوچا ویاندې اولګا چروکو په افغانستان کې یوې خبري غونډې ته ویلي، مرستندویه بنسټونه بشري مرستې یوازې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ وېشي او په دې بهیر کې سیاسي ملاحظات هېڅ رول نه لري

هغې خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د بشري مرستو د رسولو وړتیا له جدي ننګونو سره مخ کړې ده او د خلکو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېرو مالي سرچینو ته اړتیا ده

د اوچا د معلوماتو له مخې، تر اوسه د افغانستان د بشري مرستو د روان پروګرام یوازې شاوخوا ۲۶ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده

اولګا چروکو ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده، څو مرستندویه ادارې وکولای شي د میلیونونو اړمنو افغانانو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي

ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وایي چې د اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او طبیعي پېښو له امله ګڼې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto