جرمونو نړیوالې محکم : د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د ادعاوو نوې څېړنه پیلوي
جرمونو نړیوالې محکم : د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د ادعاوو نوې څېړنه پیلوي
بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو له څارنوالانو غوښتي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې او تبعیضي چلند د ادعاوو په اړه جلا او ځانګړې څېړنې ترسره کړي
د محکمې د دې پرېکړې له مخې، نوې څېړنه به په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو پر کړنو، د ښځو او نجونو پر وړاندې پر لګېدلو محدودیتونو او د جنسیت پر بنسټ د احتمالي ځورونې او تبعیض پر مواردو تمرکز وکړي
د دې اقدام غوښتنه تر هغه وروسته مطرح شوه چې شپږو هېوادونو له جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه پراخې څېړنې وکړي
د بشري حقونو د فعالانو په وینا، د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند لګېدلي محدودیتونه باید د نړیوال قانون له مخې په جدي توګه وڅېړل شي
جرمونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د نیولو حکمونه صادر کړي وو. دغه حکمونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ادعا شویو ځورونو او تبعیضي سیاستونو له قضیې سره تړاو لري
د محکمې وروستی اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیله د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې دوام لري. د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دغو محدودیتونو د قانوني پایلو ارزونه او د مسوولیت تثبیت د نړیوال عدالت لپاره مهم ګام دی
که نوې څېړنې رسمي قضايي پړاو ته داخلې شي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت به د نړیوالې قضايي څېړنې له مهمو موضوعاتو څخه وګرځي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?