news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یوناما: د طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د څارنې او ځواب‌ویینې بهیر روڼتیا نه لري

یوناما: د طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د څارنې او ځواب‌ویینې بهیر روڼتیا نه لري

یوناما: د طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د څارنې او ځواب‌ویینې بهیر روڼتیا نه لري

 بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د څارنې او ځواب‌ویینې چارې له کافي روڼتیا او شفافیت سره نه ترسره کېږي

یوناما په خپل ۳۸ مخیز راپور کې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو د امنیتي ادارو کړنې ارزولې او د شکایتونو، قضايي اقداماتو او د امنیتي بنسټونو د حساب ورکونې په اړه یې د معلوماتو محدودیت د اندېښنې وړ بللی دی

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، د شکایتونو او قضايي بهیرونو په اړه د معلوماتو نه خپرول کولی شي د خلکو باور کمزوری کړي او د امنیتي ادارو د کړنو په اړه د پوښتنو د زیاتېدو لامل شي

نوموړې ټینګار کړی چې د قانون مساوي او عادلانه تطبیق د یوه سالمې ټولنې لپاره بنسټیز اهمیت لري او ټول وګړي باید د قانون پر وړاندې له یو ډول چلند څخه برخمن وي

د یوناما په راپور کې د امنیتي ادارو د حساب ورکونې، د شکایتونو د څېړلو او د قضايي بهیرونو د روڼتیا د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار شوی دی

ملګرو ملتونو ویلي چې د امنیتي ادارو د فعالیتونو په اړه روڼتیا او حساب ورکونه د خلکو د باور د ساتلو او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم عناصر دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto