کابل : افغانستان کې د میندو د مړینې لوړه کچه لا هم جدي اندېښنه ده
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو کمښت، خوارځواکۍ، اقتصادي ستونزو او روغتیايي مرکزونو ته د ښځو محدود لاسرسي له امله د امېندوارۍ او زېږون پر مهال د میندو د مړینې لوړه کچه لا هم د جدي اندېښنې وړ ده
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو پر مهال ۵۲۱ میندې د امېندوارۍ، زېږون یا له زېږون وروسته د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي
روغتیايي کارپوهان وايي، د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت، د درملو او طبي وسایلو نشتوالی، روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي ستونزې او اقتصادي کمزوري هغه عوامل دي چې د میندو د مړینې خطر زیاتوي
په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ښځې د امېندوارۍ او زېږون پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي او ډېری وخت د بیړنیو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مناسب امکانات نه لري
د روغتیايي بنسټونو په وینا، د میندو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره د روغتیايي مرکزونو پیاوړتیا، د قابلهګانو او نورو روغتیايي کارکوونکو روزنه، د بیړنیو خدمتونو پراخول او د امېندوارو ښځو لپاره د وړیا او باکیفیته روغتیايي خدمتونو برابرول اړین دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1758
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
645
-
سیاست
267
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl