عبداللطیف منصور: افغانان دې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو وي
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، افغانان باید د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو واوسي
منصور ټینګار کړی چې باید د هغو کورنیو او بهرنیو عواملو د بیا راګرځېدو مخه ونیول شي چې د نوموړي په وینا، په تېر کې یې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ کړې وه
نوموړي ویلي، د طالبانو په واکمنۍ کې رامنځته شوی امنیت او هغه څه چې دی یې «خپلواکي» بولي، د ډېرو قربانیو په بیه ترلاسه شوي دي. هغه له افغانانو غوښتي چې د هېواد د بیا رغونې او اقتصادي ودې لپاره له موجودو مادي او معنوي امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلي
منصور دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې د افغانستان د خپلواکۍ، د طالبانو د حکومت د بهرني سیاست او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه سیاسي بحثونه لا هم دوام لري
بلخوا، د طالبانو مخالف سیاسي څېرې ادعا کوي چې طالبان د پاکستان یوه نیابتي ډله ده او افغانستان د اسلاماباد تر نفوذ لاندې دی. دوی د طالبانو د خپلواکۍ ادعاوې ردوي او هغه یوازې سیاسي شعارونه بولي
طالبان بیا دغه ډول تورونه ردوي او ټینګار کوي چې حکومت یې د افغانستان د ملي ګټو، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې ته ژمن دی
د افغانستان د خپلواکۍ او د بهرني نفوذ موضوع له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد د سیاسي بحثونو له مهمو محورونو څخه ده؛ په ځانګړي ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کابل او اسلاماباد د اړیکو ترینګلتیا دې بحث ته لا زیات اهمیت ورکړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?