news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امیرخان متقي: لا هم نه پوهېږو چې پاکستان څه غواړي

امیرخان متقي: لا هم نه پوهېږو چې پاکستان څه غواړي

امیرخان متقي: لا هم نه پوهېږو چې پاکستان څه غواړي

 بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، سره له دې چې کابل هڅه کړې له پاکستان سره کړکېچ راکم کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې اسلام‌اباد له افغانستانه څه غواړي

امیرخان متقي په یوه تازه مرکه کې  ویلي، پر افغانستان بریدونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو تړل د پاکستان له لوري شوي دي

نوموړي ټینګار کړی چې کابل د اړیکو د ترینګلتیا د کمولو لپاره هڅې کړې دي، خو د پاکستان له لوري د لارو د تړل کېدو او نورو اقداماتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی

متقي د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو لپاره د پټنځای په توګه کارول کېږي

هغه ویلي چې تحریک طالبان پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې له اسلام‌اباد سره په جګړه کې دی او د نوموړي په باور، دا د پاکستان داخلي ستونزه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له سختو ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي

د امنیتي مسایلو ترڅنګ، د سوداګریزو لارو پر سر اختلافاتو هم د دواړو هېوادونو پر اړیکو او دوه اړخیزه سوداګرۍ اغېز کړی دی

پاکستان بیا په وار وار طالبان تورن کړي چې د دغه هېواد د مخالفو وسله‌والو ډلو پر وړاندې کافي اقدامات نه کوي؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد د فعالیت لپاره ونه کارول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto