افغانستان : د بشري بحران له نوې څپې سره مخ؛ د مرستو کمښت او د میلیونونو راستنېدونکو فشار
افغانستان : د بشري بحران له نوې څپې سره مخ؛ د مرستو کمښت او د میلیونونو راستنېدونکو فشار
بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د لویدیځو هېوادونو د بشري مرستو کمېدو، له پاکستان سره د نښتو او له ایران او پاکستان څخه د نږدې شپږ میلیونه افغانانو راستنېدو افغانستان له سخت بشري او اقتصادي فشار سره مخ کړی دی
د یوه تازه راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت په داسې مهال د افغانستان پر روغتیايي او اقتصادي وضعیت اغېز کړی چې هېواد له وچکالۍ، بېوزلۍ، بې کارۍ او د راستنېدونکو کورنیو د پراخو اړتیاوو سره هم مخ دی
راپور ټینګار کوي چې یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان د روغتیا او کرنې اوږدمهالو اړتیاوو ته د حل لاره نه شي کېدای او د بنسټیزو خدمتونو د ساتلو لپاره دوامدارې سرچینې او اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا ده
بلخوا، د «رواداري» سازمان ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي
دغه سازمان وايي، له پاکستان سره روانو نښتو او د سرحدي سیمو ناامنیو د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د بشري اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده
همداراز د ایران جګړې او د امریکا د ټرمپ ادارې له لوري د مرستو کمېدو د افغانستان پر نازک اقتصاد نور فشار اچولی دی
د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د راستنېدونکو د شمېر د زیاتېدو په دوام سره به د افغانستان پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو فشار لا ډېر شي
د بشري چارو د څارونکو په باور، افغانستان یوازې لنډمهاله مرستو ته نه، بلکې د اقتصاد، کرنې، روغتیا او کارموندنې په برخو کې دوامدار نړیوال ملاتړ او اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?