news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برلین : د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون شوی

برلین :  د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون شوی

برلین :  د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد لاریون شوی

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

برلین – د جرمني په پلازمېنه برلین کې یو شمېر افغانانو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هېواد د حکومت د پرېکړې پر ضد لاریون کړی دی

دغه لاریون د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو له لوري ترسره شوی او ګډونوالو یې له جرمني حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

لاریونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتونکو او کډوالو دوسیې باید د بشري حقونو، قانوني اصولو او د هر کس د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره وارزول شي.

دوی ویلي، هغه افغانان چې د ناامنۍ، ځورونې یا نورو جدي ګواښونو له امله یې له هېواده وتلي، باید داسې ځای ته بېرته ونه ستنول شي چېرته چې د هغوی ژوند او خوندیتوب له خطر سره مخ کېدای شي.

دغه لاریون په داسې مهال ترسره کېږي چې په جرمني او د اروپا په یو شمېر نورو هېوادونو کې د کډوالۍ د سیاستونو په اړه بحثونه تود شوي دي. د افغان کډوالو د استوګنې، پناه غوښتنې او بېرته ستنولو موضوع هم د دغو بحثونو له مهمو برخو څخه ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto