ریچارډ بېنېټ: د طالبانو محدودیتونه پر افغان ښځو پراخې رواني او ټولنیزې اغېزې لري
بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه یوازې د هغوی د زدهکړې او کار حقونه نه محدودوي، بلکې پراخې ټولنیزې او رواني اغېزې هم لري
بېنېټ له «افغانستان انټرنشنل» سره په خبرو کې ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې باید د زدهکړې او کار له بنسټیزو حقونو برخمنې شي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هغوی د ګډون زمینه برابره شي
نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته په نږدې کېدو سره افغان ښځو ته ډاډ ورکړی چې نړیواله ټولنه هغوی نه دي هېر کړي
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ښځو پر رواني وضعیت د اوږدمهالو محدودیتونو د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زدهکړې، کار او ټولنیز مشارکت له حقونو محرومیت د ښځو پر ژوند او راتلونکي ژور اغېز کوي
بېنېټ د افغان ښځو مقاومت او د خپلو حقونو لپاره د هغوی مبارزه د خپلو هڅو له مهمو انګېزو څخه بللې او ټینګار یې کړی چې د ښځو د حقونو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه پاتې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
916
-
مقاله
656
-
سیاست
285
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl