news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ذبیح‌الله مجاهد: د سعودي، ترکیې او پاکستان دفاعي تړون افغانستان ته ګواښ نه دی

ذبیح‌الله مجاهد: د سعودي، ترکیې او پاکستان دفاعي تړون افغانستان ته ګواښ نه دی

ذبیح‌الله مجاهد: د سعودي، ترکیې او پاکستان دفاعي تړون افغانستان ته ګواښ نه دی

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ نوی دفاعي تړون افغانستان ته د اندېښنې وړ نه دی او طالبان دغه هوکړه د ځان پر وړاندې ګواښ نه ګڼي

مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان له سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان سره دښمني نه لري او د اسلامي هېوادونو ترمنځ هر ډول همکاري د سیمې لپاره مثبته بولي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد هر وسله‌وال برید د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. د تړون هدف د درې واړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ او ګډ مخنیوي ځواک پیاوړتیا بلل شوې ده

مجاهد د کابل او اسلام‌اباد وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، د طالبانو په وینا لومړی برید د پاکستان له لوري شوی، خو کابل نه غواړي له پاکستان سره جګړه دوام وکړي او هڅه کوي موجودې ستونزې د خبرو او سیاسي لارو حل کړي

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی او له ټولو هېوادونو سره د سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکی دی

مجاهد په ورته وخت کې له هند سره د سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل غواړي له نوي ډیلي سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي

د طالبانو د ویاند څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان دفاعي همکاري د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلون په ترڅ کې د پام وړ شوې ده او د درې واړو هېوادونو چارواکي د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره د نورو همکاریو په اړه هم خبرې کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto