کابل : د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای؛ پنځه کاله وړاندې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت
کابل : د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای؛ پنځه کاله وړاندې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت
بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
نن د اګست ۳۱مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له هغې ورځې سره برابره ده چې پنځه کاله وړاندې د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت او په دغه هېواد کې د واشنګټن نږدې شل کلن پوځي حضور پای ته ورسېد
امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د همدې کال په اکتوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. د جګړې اصلي موخه د القاعدې او د هغې د مشر اسامه بن لادن پر ضد مبارزه او د طالبانو د حکومت نسکورول وو.
له نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته، د امریکا وروستی پوځي پرواز د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه له کابل څخه پورته شو. تورن جنرال کریس ډوناهیو هغه وروستی امریکايي سرتېری و چې له افغانستانه ووت.
د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نږدې هممهاله وو. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او له هغې وروسته د امریکا او متحدینو د ځواکونو د وتلو لپاره د کابل هوايي ډګر له لارې پراخ تخلیهییز عملیات ترسره شول
د وتلو وروستۍ ورځې له سختو امنیتي پېښو سره هم مخ وې. د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» ترڅنګ ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او ګڼ افغان ملکیان ووژل شول. د دې برید له امله د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی او د جګړې وروستۍ پرېکړې لا هم په امریکا کې د پراخو سیاسي او پوځي بحثونو موضوع دي
د افغانستان د جګړې په شلو کلونو کې زرګونه امریکايي او افغان سرتېري او ملکیان ووژل شول، پراخې اقتصادي او ټولنیزې سرچینې ولګېدې او د افغانستان سیاسي جوړښت هم په پای کې له جدي بدلون سره مخ شو
پنځه کاله وروسته، د امریکا د جګړې میراث، د ځواکونو د وتلو پرېکړه، د کابل د سقوط لاملونه او د افغانستان د راتلونکي په اړه د واشنګټن تګلاره لا هم د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?