پاکستان او ازبکستان: د ټرانس افغان رېل پټلۍ د پروژې چارې دې چټکې شي
بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
بیشکک — د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د رېل پټلۍ پروژې د عملي کېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی
دواړو مشرانو په بیشکک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې په لیدنه کې د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییز اتصال د پراختیا په اړه خبرې کړې دي
شهباز شریف ویلي، د ټرانس افغان رېل پټلۍ پروژه د دې وړتیا لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ سیمهییز اتصال بدل کړي او د ازبکستان لپاره د پاکستان بندرونو ته د رسېدو لاره اسانه کړي
د دې پروژې له بشپړېدو سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلي اسیا، نړیوالو بازارونو او د پاکستان له سمندري بندرونو سره ونښلول شي. تمه ده دغه دهلېز د توکو د لېږد وخت او لګښت هم راکم کړي
پاکستان او ازبکستان پر دې سربېره هوکړه کړې چې تر ۲۰۲۹ کال پورې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسوي
دواړه هېوادونه ټرانس افغان رېل پټلۍ د خپلو ستراتیژیکو همکاریو یوه مهمه برخه بولي او باور لري چې د دې پروژې عملي کېدل به د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي
افغانستان د دغې پروژې په مسیر کې د مهم هېواد په توګه ګڼل کېږي، ځکه رېل پټلۍ به د دغه هېواد له خاورې تېرېږي او کابل ته د سیمې د ترانزیټي مرکز کېدو لپاره د پام وړ اقتصادي فرصتونه برابرولی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?