اندونیزیا: د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به له نړیوالې ټولنې سره همغږي کوو
بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل کې د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د اسلامي امارت د احتمالي رسمیت پېژندلو په اړه غواړي له نړیوالې ټولنې سره همغږی دریځ ولري
د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر نندا اوالېست د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اندونیزیا د نړیوال نظام د یوې برخې په توګه په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره یوځای مخته ځي
نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې اندونیزیا غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي ریښې لري او جاکارتا د افغانستان په اړه د رغنده او مثبت رول د ترسره کولو لپاره چمتووالی لري.د اندونیزیا دغه دریځ داسې مهال څرګندېږي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع لا هم د افغانستان په بهرني سیاست کې له مهمو بحثونو څخه ده. روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمي ډول وپېژاند، خو د ډېرو هېوادونو له خوا لا هم د رسمي رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده شوې
د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر همداراز د افغانستان د بیا رغونې او دولت جوړونې بهیر مهم بللی او ویلي یې دي چې دا ډول چارې په لنډ وخت کې نه بشپړېږي او نړیواله ټولنه کولای شي په دې برخه کې مثبت او رغنده رول ولوبوي
اندونیزیا د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب هم لري او د افغانستان له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې د یوه مهم هېواد په توګه مطرح کېږي. د کابل او جاکارتا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو هڅې هم روانې دي
د اسلامي امارت چارواکي په وروستیو میاشتو کې له نړیوالو هېوادونو د رسمي اړیکو او رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې او وايي چې له ډېرو هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي تعامل پراخ شوی دی
په دې توګه، د اندونیزیا وروستی دریځ ښيي چې جاکارتا له کابل سره د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي، خو د اسلامي امارت د رسمي رسمیت پېژندلو په اړه به خپله پرېکړه د نړیوالې ټولنې له عمومي دریځ سره په همغږۍ کې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?