news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري ناورین سره مخ دي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري ناورین سره مخ دي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري ناورین سره مخ دي

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

ملګري ملتونه وايي، په اوسنیو شرایطو کې یې د افغانستان د خلکو ملاتړ او د هغوی د بشري اړتیاوو پوره کول د کار له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او له خپلو همکارو بنسټونو سره یوځای په ټول هېواد کې د بشري مرستو او د ژوند ژغورونکو خدمتونو رسولو ته دوام ورکوي

دغه سازمان وايي، افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره ژوند کوي. د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې د ادارې د تازه معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان له حادې خوړو ناامنۍ سره مخ شي

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ باید د روغتیا، خوړو، زده‌کړو، معیشت او نورو بنسټیزو خدمتونو ملاتړ هم دوام ولري. د دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، ملګرو ملتونو او شریکانو یې په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته بېلابېل اساسي خدمتونه رسولي دي

د ملګرو ملتونو په وینا، د بشري ناورین د کچې د راکمولو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامدار مالي ملاتړ مهم دی؛ ځکه د مرستو د کمېدو، وچکالۍ، طبیعي پېښو او د راستنېدونکو افغانانو د زیاتېدو له امله پر کورنیو او بنسټیزو خدمتونو فشار زیات شوی دی

دغه سازمان همداراز د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو پر رعایت ټینګار کوي او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه کوي. ملګري ملتونه وايي، د ښځو او نجونو ګډون او د هغوی لاسرسی زده‌کړو، کار او اساسي خدمتونو ته د افغانستان د ټولنې د پیاوړتیا لپاره مهم دی

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان له خلکو سره به خپلو بشري او پراختیايي همکاریو ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغه هېواد د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې روانې وساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto