news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انتونیو ګوترېش: په تېرو دوو کلونو کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر زده‌کړو شوي

انتونیو ګوترېش: په تېرو دوو کلونو کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر زده‌کړو شوي

انتونیو ګوترېش: په تېرو دوو کلونو کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر زده‌کړو شوي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

ملګري ملتونه — د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې په ټوله نړۍ کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر ښوونځیو، زده‌کوونکو او ښوونکو شوي دي

ګوترېش ویلي، د جګړو او تاوتریخوالي له امله د زده‌کړو پر مرکزونو بریدونه نه یوازې د ښوونځیو ودانۍ زیانمنوي، بلکې د میلیونونو ماشومانو د زده‌کړو حق هم له جدي ګواښ سره مخ کوي

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د جګړو او شخړو پر مهال د ښوونځیو، زده‌کوونکو او ښوونکو د خوندي ساتنې لپاره لا پیاوړي اقدامات وکړي او د زده‌کړو د دوام لپاره لازمې لارې چارې برابرې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې ښوونځي باید د جګړو په ډګرونو بدل نه شي او ماشومان باید وکولای شي له وېرې او تاوتریخوالي پرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو په وینا، وسله‌والې شخړې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښوونځیو د ویجاړېدو، د زده‌کوونکو او ښوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو او د میلیونونو ماشومانو د زده‌کړو د ځنډېدو لامل شوې دي. د ښوونیزو مرکزونو د ساتنې نړیوالې ژمنې هم د دې لپاره رامنځته شوې چې د جګړو پر مهال د زده‌کړو چاپېریال خوندي پاتې شي

ګوترېش په داسې حال کې د ښوونې او روزنې د خوندیتوب غوښتنه کوي چې په یو شمېر جګړه‌ځپلو سیمو کې ماشومان له کلونو راهیسې له منظمې زده‌کړې بې‌برخې دي او زرګونه ښوونځي د جګړو له امله زیانمن شوي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto