ولکر ترک: د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ژنیو — د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي
ترک ویلي، د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونه لا هم دوام لري او ښځې د هغو پرېکړو له بهیرونو څخه لرې ساتل کېږي چې د دوی پر ژوند مستقیم اغېز لري. د ملګرو ملتونو په اسنادو کې هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو او دوامداره محدودیتونو یادونه شوې ده
نوموړي ویلي: «د هرې میاشتې په تېرېدو، سرپرست چارواکي محدودوونکي اقدامات لا سختوي. خو داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او هغوی یې داسې وضعیت ته پرېښي چې ورځ تر بلې خرابېږي
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو په اسنادو کې راغلي چې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو جبري ستنول، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د بشري حقونو او خوندي بېرته ستنېدو په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي
ترک په داسې حال کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او په هېواد کې اقتصادي، بشري او ټولنیزې ستونزې دوام لري
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځوي او د افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اساسي حقونو، د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?