افغان سوداګرۍ خونه: هند ته دې د مېوو صادرات او د سوداګرو ویزې اسانه شي
بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفارت له چارسمبالي یتین پټیل سره په لیدنه کې هند ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې کړې دي
هاشمي ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره باید د تازه او وچو مېوو د صادراتو په برخه کې موجودې ستونزې راکمې او د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو زمینه لا اسانه شي
نوموړي له هندي چارواکو غوښتي چې هند ته د کام ایر د الوتنو شمېر زیات شي، د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ځانګړې هوايي باروړونکې الوتنې فعالې شي او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر چټک او اسانه شي
هاشمي ټینګار کړی چې د هوايي ترانسپورټ پراختیا او د ویزو په برخه کې اسانتیاوې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې او د افغان محصولاتو لپاره په هند کې د بازار موندنې زمینه پراخه کړي
بلخوا، په کابل کې د هند د سفارت چارسمبالي یتین پټیل ویلي، د الوتنو د زیاتوالي، هوايي بار وړونکو الوتنو او افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو اړوند غوښتنې به له اړوندو هندي چارواکو سره شریکې کړي
دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د افغان محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?