ریاض : سعودي ولیعهد له ټرمپ څخه د حوثیانو پر ضد د امریکا د پوځي اقدام غوښتنه کړې
بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې له امریکا غوښتي چې د یمن د حوثیانو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، خو ټرمپ د امریکا له لوري د مستقیم پوځي برید غوښتنه نه ده منلې
د راپورونو له مخې، محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه دوه ځله له ټرمپ سره خبرې کړې او د حوثیانو پر وړاندې یې د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. واشنګټن ریاض ته ویلي چې امریکا د اوس لپاره د حوثیانو پر ضد مستقیم پوځي اقدام نه کوي، خو د استخباراتي معلوماتو او د اهدافو په ټاکلو کې د مرستې وړاندیز یې کړی دی
دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح شوې چې حوثیانو د یمن د سره سمندرګي پر ساحل خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د بابالمندب تنګي ته نږدې مهمې سیمې یې نیولې دي
د راپورونو له مخې، حوثیانو د مخا بندري ښار نیولی او وروسته یې د بابالمندب تنګي ته څېرمه د ذباب ښار او د پریم ستراتېژیک ټاپو پر لور هم پرمختګ کړی دی
بابالمندب د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ یو مهم سمندري مسیر دی چې د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګریزو توکو او انرژۍ د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري. د حوثیانو پراختیا په دې سیمه کې د نړیوالې سمندري سوداګرۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د سعودي غوښتنې په وړاندې د امریکا دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی او د حوثیانو د پرمختګ له امله د سره سمندرګي او بابالمندب د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?