news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انساني قاچاق : په نیمروز کې د انساني قاچاق درې پټنځایونه له منځه وړل شوي

انساني قاچاق : په نیمروز کې د انساني قاچاق درې پټنځایونه له منځه وړل شوي

انساني قاچاق : په نیمروز کې د انساني قاچاق درې پټنځایونه له منځه وړل شوي

(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

په نیمروز ولایت کې د انساني قاچاق پر وړاندې د ترسره شویو ځانګړو عملیاتو پر مهال د زرنج ښار په درېیمه حوزه کې د انساني قاچاق درې پټنځایونه کشف او له منځه وړل شوي دي

د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې تر سلو ډېر مسافر له دې ډلې ژغورل شوي چې قاچاق وړونکو غوښتل په ناقانونه توګه یې ایران او نورو هېوادونو ته ولېږدوي

چارواکي وايي، دغه عملیات د مشر د فرمان پر بنسټ ترسره شوي او د انساني قاچاق د شبکو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه یې دوام لري

نیمروز د افغانستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ له مهمو مسیرونو څخه دی او له همدې امله د هغو کسانو لپاره هم د تېرېدو له اصلي لارو ګڼل کېږي چې غواړي د قاچاقي مسیرونو له لارې ایران او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شي

د انساني قاچاق په دغو پټنځایونو کې د مسافرو ساتل او د ناقانونه لېږد لپاره د هغوی برابرول په داسې حال کې دي چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ګڼ شمېر کسان د کار، اقتصادي ستونزو او نورو عواملو له امله د بهر ته تګ هڅه کوي

د پټنځایونو له منځه وړل او د مسافرو ژغورل د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې یو ګام بلل کېږي؛ خو د دې پدیدې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د قاچاقي شبکو د اصلي تنظیموونکو پېژندنه او قانوني چلند ورسره هم مهم ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto