news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عراق: غیردولتي وسله‌والې ډلې دې خپلې وسلې تر ۲۰۲۷ پورې وسپاري

عراق: غیردولتي وسله‌والې ډلې دې خپلې وسلې تر ۲۰۲۷ پورې وسپاري

عراق: غیردولتي وسله‌والې ډلې دې خپلې وسلې تر ۲۰۲۷ پورې وسپاري

(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د عراق حکومت اعلان کړی چې غیردولتي وسله‌والې ډلې باید د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۳۰مې خپلې ټولې وسلې حکومت ته وسپاري، څو په هېواد کې د وسلو د قانوني انحصار لپاره زمینه برابره شي

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي ویلي، د وسلو د راټولولو بهیر لا دمخه پیل شوی او د مخکې جوړ شوي مهال‌وېش له مخې به دوام وکړي

د نوموړي په وینا، وسله‌والې ډلې به د وسلو له سپارلو وړاندې د ۹۰ ورځو لپاره خپل بریدونه ودروي او له دې مودې وروسته به د دوی وسلې راټولې شي

د عراق حکومت هڅه کوي چې غیردولتي وسله‌والې ډلې د هېواد په رسمي امنیتي او دولتي ادارو کې مدغمې کړي، څو د وسلو او پوځي ځواک کارول یوازې د دولت تر واک او څارنې لاندې وي

د وسلو د راټولولو دا بهیر په داسې حال کې پیلېږي چې په عراق کې یو شمېر وسله‌والې ډلې له اوږدې مودې راهیسې د هېواد په امنیتي او سیاسي چاپېریال کې اغېز لري. د دغو ډلو د وسلو راټولول او په دولتي ادارو کې د هغوی ادغام د حکومت لپاره له مهمو امنیتي او سیاسي ننګونو څخه ګڼل کېږي

بغداد تمه لري چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره به د دولت واک پیاوړی او په هېواد کې به د وسله‌والو فعالیتونو د کنټرول لپاره واحد چوکاټ رامنځته شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto