عباس عراقچي: که امریکا د ایران شرطونه ومني، د هرمز تنګی به په شپږو ورځو کې پرانیستل شي
(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران اووه ورځنی وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی او که امریکا د ایران شرطونه ومني، دغه مهمه سمندري لار به په شپږو ورځو کې پرانیستل شي
عراقچي د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۸مه، په بغداد کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ویلي، ایران خپل وړاندیز امریکا ته سپارلی او اوس د واشنګټن نظرونه ارزوي. نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لاره د امریکا د پرېکړې او د تهران د شرطونو منلو پورې تړلې ده
د ایران له مهمو شرطونو څخه د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري کلابند پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په سیمه کې د جګړو درول یاد شوي دي
د وړاندیز له مخې، که امریکا دغه شرطونه ومني، د هرمز تنګی به په شپږمه ورځ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او په اوومه ورځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې بېرته پیل شي
د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز شاوخوا پنځمه برخه سوداګري له همدې لارې تېرېدله. د دې لارې د پرانیستلو په اړه اختلاف د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1937
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl