ایران: د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي
(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیرې فرزانه صادق په قزاقستان کې د ټرانسافغان ترانزیټي دهلېز په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وړاندیز کړی چې د افغانستان د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې او نړیوالو بندرونو ته د لاسرسي فرصتونه زیات شي
صادق ویلي، د دې پټلۍ پراختیا کولای شي د مرکزي اسیا هېوادونو ته ازادو اوبو ته د رسېدو نوې لارې برابرې کړي. نوموړې ټینګار کړی چې د اورګاډي شبکه باید د مرکزي اسیا او چین له اوسنیو ترانسپورتي لارو سره هم ونښلول شي، څو د توکو د لېږد رالېږد بهیر چټک او د سیمې اقتصادي اړیکې پراخې شي
هغې د ایران د چابهار بندر پر ظرفیت هم ټینګار کړی او له ترکیې او اروپايي هېوادونو سره د ترانسپورتي نښلونې د طرحو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده. د دغو لارو پراختیا به د سیمې د هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ بدیل فرصتونه رامنځته کړي
په قزاقستان کې په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان او پاکستان استازو ګډون کړی و. د غونډې مهم بحثونه د ټرانسافغان ترانزیټي دهلېز پراختیا، د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د رېل پټلۍ نښلول او د سیمهییزې سوداګرۍ لپاره د نویو لارو جوړول وو
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1938
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl