news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو مشران په زرینو موټرو او لوکسو ماڼیو کې ژوند کوي، خو خلکو ته وایي چې اقتصاد او رزق ثانوي مسایل دي

د طالبانو مشران په زرینو موټرو او لوکسو ماڼیو کې ژوند کوي، خو خلکو ته وایي چې اقتصاد او رزق ثانوي مسایل دي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني د ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه کتاب د معرفۍ په غونډه کې اقتصاد او رزق «ضمني مسایل» بللي او ویلي یې دي، چې د خلکو اصلي پام باید د عقیدې پر اصلاح او ساتلو متمرکز وي.

بریانیوز- چهارشنبه، ٢٩ میزان ١٤٠٥

حقاني د دوشنبې په ماښام په کابل کې د ملي راډیو ټلوېزیون په انګړ کې د «اهل السنة والجماعة عقیده» په نوم د هبت‌الله د کتاب د معرفۍ په غونډه کې ویلي، چې د خلکو دنده او کار لرل یا نه لرل د عقیدې په پرتله اساسي موضوع نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټولنې تر ټولو مهمه چاره د عقیدې اصلاح ده او ځینې ستونزې دوی نه شي حلولی، بلکې خدای به یې هواروي. هغه له دیني عالمانو غوښتي، چې د هبت‌الله کتاب خلکو ته تشریح او ور ورسوي.

د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس قاري یوسف احمدي هم په دې غونډه کې ویلي، چې د دوی د مشر اساسي دنده «امر بالمعروف» ده.

د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب ۱۷۴ مخونه او پنځه څپرکي لري او په پښتو ژبه چاپ شوی دی. د یادونې وړ ده، چې دا کتاب شاوخوا یو کال وړاندې چاپ شوی، خو په همدې موده کې یې څو ځله د معرفۍ غونډې جوړې شوې دي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې کتاب به ډېر ژر په دري، اوزبیکي او ترکمني ژبو هم وژباړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، بې‌کاري او بې‌وزلي د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمنوي او ګڼې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو مشران په زرینو موټرو او لوکسو ماڼیو کې ژوند کوي، خو عامو خلکو ته وایي چې کار، روزګار او اقتصادي ستونزې ثانوي مسایل دي. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان د ډوډۍ او کار په لټه کې دي، د اقتصاد او رزق کم‌اهمیته ګڼل د خلکو له ورځني ژوند او اړتیاوو سره څرګند تضاد لري.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto