په ټولنیزو رسنیو کې د استخباراتو لوی ریاست ته منسوب یو مکتوب لاس په لاس کېږي، چې د ګڼو املائي او إنشائي تېروتنو سربېره پهکې د حزب اسلامي او د افغانستان د اسلامي إمارت تر منځ د ټکر او بېباورۍ مواردو ته إشاره شوې ده، چې يوازې يوه دروغجنه اوازه او جعلي پروپاګنډ دی. حزب اسلامي دا جعلي مکتوب او دېته ورته جعلکارۍ او پروپاګنډ په کلکه ردوي او د هغو غرضي، مرضي او سپېرو کړيو کار يې ګڼي، چې غواړي د حزب اسلامي او د افغانستان د إسلامي إمارت تر منځ د ټکر او پر يو بل د بېباورۍ فضاء رامنځته کړي. حزب اسلامي د خپل ديني او ملي رسالت له مخې تر دمګړۍ د خير په ټولو کارونو کې د اسلامي إمارت ملاتړ او تأیید کړی، او همداراز د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په پار يې په أحسنه توګه مسئولين او چارواکي خپلو مسئوليتونو او عُليا ملي مصالحو ته متوجه کړي، او تر اوسه هېڅ داسې کومه پېښه نهده رامنځته شوې چې په پايله کې يې دواړه لوري د يو بل پر وړاندې د تقابل او تصادم سياست اختيار کړي. دا جعلي مکتوب محضِ د دُښمنانو له لوري يوه دروغجنه شائعه ده او هېڅ حقيقت نهلري.
ټولو داخلمېشتو او بهرمېشتو مُتعهدو ورونو ته مو توصيه او سپارښتنه داده چې په داسې دروغجنو مکتوبونو او اوازو باور ونهکړي.
الله تعالی مو بریالي لره واقعیت چې حزب اسلامي د وطن او دین واقعي ساتونکي دي د حزب اسلامي افغانستان د ورکولو لپاره 54 کاله داخلي او خارجي استخباراتو کوښښ وکړو چې له مینځه یې یوسي خو د دې پر ځای چې حزب اسلامي افغانستان ضعیفه او ناتوانه کړي نور هم پیاوړی او قوي کیږي د حزب اسلامي افغانستان هر دښمن تل شرمنده او زلیله شوی ده.
تل د وي ګران مشر انجنير صاحب ګلبدین حکمتيار حفظه الله او ګران ملي او اسلامي حزب (حزب اسلامي افغانستان)