د طالبانو د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱۱ پرمختیايي او بیارغونې پروژو چارې بشپړې شوې او د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره سپارل شوې دي
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو پروژو ټول لګښت له ۱۳۰ میلیونو افغانیو څخه زیات دی او دا د کلیو د پراختیا او د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه عملي شوې دي
دغه پروژې د سړکونو جوړول، د څښاک اوبو شبکې، پلچکونه، د اوبو زېرمتونونه، ښوونیز مرکزونه او نور بنسټیز تاسیسات پکې شامل دي، چې په سلګونو کورنیو ته به د دوامدارو خدمتونو زمینه برابره کړي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسؤلینو ویلي، دا پروژې د خلکو په ګډه همکارۍ او د ټولنیز پرمختګ د پروګرامونو له لارې پلې شوې دي
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې دا کارونه به د سیمې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl