news اخبار فوری
clock

په پنجاب کې د پاکستان او چین ستراتېژیک ګډ پوځي تمرینونه؛ د «واریر رزمایش په درانه مراسمو پيل شو

په پنجاب کې د پاکستان او چین ستراتېژیک ګډ پوځي تمرینونه؛ د «واریر رزمایش په درانه مراسمو پيل شو

په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي چاپېریال ورځ تر بلې پېچلی کېږي، پاکستان او چین د خپلې اوږدمهالې دفاعي ملګرتیا په دوام، د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونو نهم پړاو واریرد پنجاب ولایت د خاریان ولسوالۍ په پبّی سیمه کې په رسمي ډول پيل کړ

د پوځ د مطبوعاتو له لوري خپره شوې اعلامیه وایي چې دا تمرینونه د دواړو هېوادونو د عملیاتي وړتیاوو لوړېدو، ژورې پوځي همغږۍ، او د عصري جګړو په مهارتونو کې د تجربو تبادلې لپاره ځانګړی اهمیت لري

په رزمایش کې به د دواړو هېوادونو ځانګړي ځواکونه پر داسې سناریوګانو تمرینونه ترسره کړي چې د حقیقي جګړو انځور په خورا دقت منعکسوي؛ له پیچلو چاپېریالي شرایطو نیولې، تر شپنیو عملیاتو، نښه‌ ویشتنې، او د ترهګرو د ځپلو پرمختللو تاکتیکونو پورې څارونکي وایي چې د «واریریل یوازې یو پوځي تمرین نه دی، بلکې د پاکستان او چین ترمنځ د نه شلېدونکي امنیتي باور، ګډ مسؤلیت، او ستراتېژیکې ژمنتیا نښه ده—هغه ژمنتیا چې هدف یې د سیمې ثبات، د ترهګرۍ مخنیوی، او د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ دریځ دی

د امنیتي چارو کارپوهان باور لري چې دغه تمرینونه نه یوازې د دواړو لورو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا سبب کېږي، بلکې د سیمه‌ییزو امنیتي معادلو په بدلېدونکو حالاتو کې یوه مهمه پیغام‌ رسونه هم ده

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto