news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان د جوماتونو په جوړولو غواړي خپل دیني مشروعیت ثابت کړي؛ د کابل په یوه سیمه کې د جامع جوماتونو ترمنځ بل لوی جومات جوړېږي

طالبان د جوماتونو په جوړولو غواړي خپل دیني مشروعیت ثابت کړي؛ د کابل په یوه سیمه کې د جامع جوماتونو ترمنځ بل لوی جومات جوړېږي

د کابل ښار په زړه، سرزېرزميني سیمه کې، د عبدالرحمن تاریخي جومات شاوخوا ۴۰ مترۍ کې، د سړک بلې غاړې ته د یوه بل دوه منزله جومات د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

بریانیوز- شنبه ١ قوس ١٤٠٥

دا جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخوانۍ ودانۍ او اوس د طالبانو د خوړو او درملو ادارې په انګړ کې جوړېږي. د یاد جومات موقعیت د مخابراتو وزارت او د خوړو او درملو ادارې ترمنځ دی.

د دغه جومات انځور وروسته له هغې پر ټولنیزو شبکو خپور شوی، چې په کابل کې د چمن حضوري په تاریخي سیمه کې د ځاځیانو جامع جومات، د تبلیغیانو جومات، عیدګاه جومات او یوه بل جومات په منځ کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري د یوه بل لوی جومات د جوړولو خبر خپور شو.

د دغو جوماتونو د جوړولو په اړه یو شمېر خلکو د طالبانو د حکومت پر لومړیتوبونو نیوکې کړې او پوښتنه یې راپورته کړې چې په داسې یوه سیمه کې، چې په څو قدمۍ کې یې لوی او مجهز جامع جوماتونه موجود دي، د یوه بل لوی جومات جوړولو ته څه اړتیا ده؟

دوی پوښتنه کوي چې ایا د افغانستان خلک د نویو جوماتونو او مدرسو جوړولو ته تر دې ډېرې اړتیا لري، که د هېواد اقتصادي وضعیت، بې‌کاري، روغتیايي ستونزې او د عامه خدمتونو کمښت داسې لومړیتوبونه دي چې باید ورته پام وشي؟

د نیوکه‌کوونکو په باور، د دغو ودانیو لپاره د لګول کېدونکو پیسو پر ځای د فابریکو، روغتونونو، تفریحي پارکونو او د کارموندنې مرکزونو جوړول کولای شي د خلکو د ژوند په ښه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

بلخوا، بریانیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د جوماتونو او مدرسو جوړولو په نوم د نفوذ او ځواک ښودلو سیالي روانه ده.

د دغه راپور د سرچینو په وینا، د طالبانو یو شمېر مشران د بهرنیو هېوادونو څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د مدرسو او جوماتونو جوړولو ته مخه کوي. سرچینې دا وضعیت د پخواني جمهوري نظام له هغې سیالۍ سره پرتله کوي، چې د بهرنیو مرستو او پروژو د ترلاسه کولو لپاره د بېلابېلو موسسو او بنسټونو د جوړولو بهیر پکې روان و.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو په حکومت کې د دغې سیالۍ بڼه بدله شوې او اوس د جوماتونو او مدرسو جوړول د ځینو مشرانو لپاره د نفوذ او ځواک ښودلو په وسیله بدل شوي دي.

سره له دې، د عبدالرحمن تاریخي جومات په شاوخوا ۴۰ مترۍ کې د یوه بل لوی دوه منزله جومات جوړول، په داسې حال کې چې په سیمه کې د زرګونو لمونځ کوونکو د لمانځه لپاره مجهز جامع جوماتونه شته، د دې پروژې د اړتیا، لګښتونو، مالي سرچینو او د حکومت د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto