د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغیزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د لوړې کچې لیدنې پر مهال د افغانستاند اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې د نړیوالو تعهداتو پر بنسټ د ترهګرو ډلو پر ضدد باور وړ او راستیازمایل کېدونکي ګامونه پورته کړي د پاکستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو مشرانو د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه پراخ بحثونه وکړل، او ټینګار یې وکړ
چې د افغانستان وضعیت د ټولې سیمې په امنیت مستقیم اغېز لري
شهباز شریف وویل چې پاکستان د خپلو مشروع امنیتي اندېښنو د لرې کېدو لپاره له طالبانو څخه د مشخصو او عملي ګامونو تمه لري. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سولې، اقتصادي همکارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره یو منسجم دریځ ولري
د قرغیزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف هم د خبرو پر مهال ویلي چې منځنۍ اسیا د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ امنیتي میکانېزم ته اړتیا لري، او افغانستان په دې برخه کې مهم رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلو ژمنو پر اساس عمل وکړي او د هغو ډلو د فعالیت مخه ونیسي چې د سیمې هېوادونه ګواښي
سیمهییز فشارونه زیاتېږي
دا ګډ دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر طالبانو زیات فشار راوړی او د سرحدي امنیت، د تحريک طالبان پاکستان فعالیتونو او د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه تندې څرګندونې کوي
طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي چې د افغان خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد ګټه نه اخیستل کېږي، خو د پاکستان او سیمې یو شمېر هېوادونه بیا پر طالبانو د ژمنو د نه پوره کولو شکایت کوي
د شهباز شریف او ژاپاروف وروستی ګډ پیغام ښيي چې د سیمې هېوادونه غواړي د افغانستان موضوع د ګډ امنیتي چوکاټ په مرکز بدل کړي او د طالبانو له حکومته د عملي اقداماتو غوښتنه ورځ تر بلې زیاتیږي