news اخبار فوری
clock

د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د جرمني نوې مرسته

د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د جرمني نوې مرسته

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې جرمني د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي، تر څو د طبیعي پېښو، ناڅاپي بحرانونو او دوامدارو بشري ستونزو له امله زیانمنو شویو خلکو ته بېړنی ملاتړ برابر شي

د اوچا د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې بشري اړتیاوې لا هم «پراخې او بېړنۍ» دي. دا اړتیاوې د ژور فقر، لوړې بې‌کارۍ او هغو سختو محدودیتونو پایله بلل کېږي چې د طالبانو ادارې د خلکو پر ورځني ژوند لګولي دي؛ محدودیتونه چې د عاید سرچینې یې راکمې کړې او د میلیونونو کورنیو د ژوند چارې یې له سختو ننګونو سره مخ کړې دي

 بشري بنسټونه وایي چې دا مالي مرسته به د خوړو خوندیتوب، بېړنیو مرستو، روغتیايي خدمتونو او د ناورینونو پر وړاندې د خلکو د چمتووالي په برخو کې ولګول شي. جرمني د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او تل یې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ باید له سیاسي اختلافونو بېل وساتل شي

خو له دې مرستو سره هممهاله، جدي پوښتنې راپورته کېږي. شنونکي او د مدني ټولنې فعالان پوښتي چې د طالبانو د سختو محدودیتونو، د شفافیت د نشتوالي او د څار د کمزورې مېکانېزمونو په شتون کې، دا مرستې څنګه په عادلانه او اغېزمن ډول مستحقو کسانو ته رسېدای شي؟

 د بشري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د نړیوالو مرستو بریالیتوب یوازې له مالي ژمنتیا سره نه تړل کېږي، بلکې روښانه میکانېزمونو، خپلواک څار، او د مرستو د وېش پر بهیر د بشپړې شفافیت غوښتنه هم اړینه ده. د هغوی په وینا، که دا اصول په پام کې ونه نیول شي، نو شته مرستې به ونه شي کولای د خلکو د کړاو کچه راکمه کړي

سره له دې، د افغانستان ډېری بېوزله کورنۍ لا هم له نړیوالې ټولنې هیله لري چې د دوی غږ واوري، مرستې زیاتې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هره مرسته د سیاست تر سیوري بهر، رښتینو اړمنو ته رسېږي. د هغوی په باور، انساني مرستې هغه وخت اغېزمنې وي چې له عدالت، شفافیت او د خلکو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto