news اخبار فوری
clock

نړیوال – د کعبې لپاره میلیوني یورو رڼا؛ مذهبي تجمل د اسلامي نړۍ د لوږې تر سیوري لاندې

نړیوال – د کعبې لپاره میلیوني یورو رڼا؛ مذهبي تجمل د اسلامي نړۍ د لوږې تر سیوري لاندې

نړیوال – په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ په ګڼو هېوادونو کې فقر، جګړې، بې‌کاري او لوږه ورځ تر بلې ژورېږي، د کعبې شریفې د رڼا لپاره د ۹۰ میلیونه یورو په ارزښت د زرینو چل‌چراغونو پروژه یو ځل بیا د اسلامي نړۍ د لومړیتوبونو او ژور اقتصادي واټن په اړه توده بحث راپارولی دی

د راپورونو له مخې، د اتریش مشهورې کمپنۍ «لایت اف وین» اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د حکومت تر مدیریت لاندې د ادارې بین‌الحرمین په  غوښتنه یې د مسجدالحرام لپاره ۵۵۰ ځانګړي او قیمتي زرین چل‌چراغونه جوړ کړي او مکې مکرمې ته یې لېږلي دي. د اتریش دولتي شبکې  د سې‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، راپور ورکړی چې د دې پروژې ټول لګښت نږدې ۹۰ میلیونه یورو ته رسېږي

خو دا پروژه په داسې وخت کې عملي کېږي، چې د یمن، فلسطین، سوډان، افغانستان او د افریقا د ګڼو اسلامي هېوادونو میلیونونه وګړي له لوږې، بې‌ځایه کېدو او بشري ناورینونو سره لاس او ګرېوان دي. منتقدین پوښتنه کوي: ایا د زرینو چل‌چراغونو رڼا تر لوږې مړه کېدونکو ماشومانو ارزښت لري؟

اقتصادي او ټولنیز شنونکي وایي، که څه هم د مسجدالحرام ښکلا او سمبالښت د اسلامي نړۍ لپاره معنوي ارزښت لري، خو د دومره ستر مالي لګښت توجیه هغه مهال تر پوښتنې لاندې راځي، چې د اسلامي نړۍ په لسګونو میلیونه خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه دي. د هغوی په باور، دا پیسې کولای شوې د جګړه‌ځپلو هېوادونو د بیارغونې، د لوږې د مخنیوي او د تعلیم او روغتیا د پیاوړتیا لپاره ولګول شي

د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم دا اقدام د «مذهبي تجمل» یوه څرګنده بېلګه بللې او وایي، چې اسلام د ساده‌ګۍ، عدالت او د بې‌وزلو د لاسنیوي دین دی، نه د شتمنۍ د نندارې. هغوی ټینګار کوي، چې د اسلامي نړۍ مشران باید د عبادت ځایونو د ښکلا تر څنګ د مسلمانانو د ژوند د ژغورلو لپاره هم جدي مسوولیت احساس کړي

دا بحث یو ځل بیا دا پوښتنه راژوندۍ کړې، چې د اسلامي نړۍ اصلي لومړیتوبونه څه دي: زرینې رڼاوې که د لوږې پر وړاندې رڼا؟ هغه پوښتنه چې ځواب یې د میلیونونو مسلمانانو د راتلونکې برخلیک ټاکلی شي


پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto