– ایران او پاکستان د خپلو اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د ګډې سوداګریزې کمېټې د جوړولو پرېکړه یې کړې، هغه اقدام چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ د کچې تر ۱۰ میلیاردو ډالرو رسول دي
د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو په وروستیو لیدنو کې پر دې ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه باید لرې شي، ګمرکي همغږي زیاته شي او د پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړل شي. د ګډې سوداګریزې کمېټې جوړېدل به د پالیسیو د همغږۍ، د سوداګرو د ستونزو د حل او د عملي هوکړو د تعقیب لپاره یو منظم چوکاټ برابر کړي
اقتصادي شنونکي وایي، ایران او پاکستان د انرژۍ، کرنې، صنعتي تولیداتو، ترانزیټ او سرحدي سوداګرۍ په برخو کې د یو بل بشپړونکي بازارونه لري. د دوی په باور، که سرحدي زیربناوې پیاوړې شي، بانکي اسانتیاوې ښه شي او د اسعارو د تبادلې ستونزې حل شي، نو د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ترلاسه کول عملي ښکاري
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده ګډه پوله او جغرافیایي نږدېوالی د دې فرصت برابروي، چې سیمهییزه سوداګري چټکه او ارزانه شي. سوداګر باور لري، چې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا به نه یوازې د دواړو هېوادونو عواید لوړ کړي، بلکې د سیمې پر ثبات او متقابل باور به هم مثبت اغېز ولري
کارپوهان ټینګار کوي، چې که ایران او پاکستان وکولای شي سیاسي اختلافات له اقتصادي همکارۍ جلا وساتي او پر دوامدارو عملي ګامونو تمرکز وکړي، نو د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګریز هدف به د دواړو ملتونو لپاره د ودې، کارموندنې او سوکالۍ نوې دروازې پرانیزي