news اخبار فوری
clock

ونزوئلا د امریکا د فشارونو پر ضد د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

ونزوئلا د امریکا د فشارونو پر ضد د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

 د ونزوئلا حکومت په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، څو یوه بېړنۍ ناسته راوبولي او د هغه څه څېړنه وکړي چې دغه هېواد یې د امریکا متحده ایالاتو «تجاوزي دریځ او فشار راوړونکي اقدامات» بولي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن وروستیو څرګندونو او ګواښونو د لاتینې امریکا په سیاسي فضا کې نوې اندېښنې راپارولي دي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ونزوئلا دایمي استازي ساموئل مونکادا ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ونزوئلا د سیاسي خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر وړاندې «بې‌ساری ګواښ» دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول دریځونه نه یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیاتوي، بلکې د نړیوال امنیت او ثبات لپاره هم خطرناک پیغام لري

د ونزوئلا حکومت ادعا کوي چې واشنګټن غواړي د پوځي فشار، سمندري او هوايي محاصرې او اقتصادي بندیزونو له لارې خپلې سیاسي غوښتنې پر کاراکاس تحمیل کړي. د ونزوئلا چارواکي دا اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو د حاکمیت، نه‌مداخلې او د زور نه‌کارونې له بنسټیزو مادو سره په ښکاره ټکر کې بولي

کاراکاس وایي، که نړیواله ټولنه د یو هېواد پر وړاندې د ګواښ او فشار په صورت کې د امنیت شورا بېړنۍ غونډه مشروع ګڼي، نو باید دا معیار په مساوي ډول پر ټولو تطبیق شي. د ونزوئلا د چارواکو په باور، د نړیوالو بنسټونو اعتبار هغه مهال خوندي پاتې کېږي چې د سیاسي مصلحتونو پر ځای، د عدالت او اصولو پر بنسټ پرېکړې وشي

په همدې تړاو، د نړیوالو سیاسي څارونکو ترمنځ دا پوښتنه هم راولاړه شوې چې ایا د امنیت شورا دا حساسیت به د هغو ملتونو لپاره هم وکارول شي چې کلونه یې د جګړو، بندیزونو، تاوتریخوالي او کورنیو فشارونو تر سیوري لاندې ژوند کړی؟ په ځانګړي ډول، د افغانستان د خلکو دوامداره کړاوونه، بشري ناورین او د میلیونونو وګړو چوپ دردونه، ایا د نړۍ د پرېکړه‌کوونکو غوږونو ته رسېږي که نه؟

د ونزوئلا د غوښتنې تر شا دا پیغام نغښتی دی چې نړیوال عدالت باید انتخابي نه وي. که د نړۍ هر ګوټ کې د یو ملت خپلواکي تر ګواښ لاندې راځي، نو د ملګرو ملتونو مسؤلیت دی چې بې‌پرې، شفاف او عادلانه دریځ خپل کړي، څو د نړیوال نظام باور ژوندی پاتې شي او د چوپو ملتونو غږ د قدرت تر مېزونو ورسېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto