news اخبار فوری
clock

اسلام‌اباد -- شهباز شريف د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ قربانيانو وستايل؛ خو پوښتنې لا هم پر ځای دي

اسلام‌اباد -- شهباز شريف د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ قربانيانو وستايل؛ خو پوښتنې لا هم پر ځای دي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خېبرپښتونخوا ايالت د خلکو د قربانيو ستاينه کړې او هغوی يې «زړور او مقاوم ولس» بللی، چې د ده په وينا، له کلونو راهيسې د ترهګرۍ پر وړاندې ولاړ دي او درنې انساني قربانۍ يې ورکړې دي. نوموړي دا څرګندونې د هريپور پوهنتون ته د وينا پر مهال وکړې

شهباز شريف وويل، چې د خېبرپښتونخوا خلکو نه يوازې د ترهګريزو بريدونو پر وړاندې زغم ښودلی، بلکې د پاکستان د امنيت د ټينګښت لپاره يې مهم رول لوبولی دی. هغه زياته کړه، چې د دغه ايالت قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي او حکومت د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي

خو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې همدغه پاکستانی چارواکی تر دې وړاندې څو ځله د طالبانو اداره د تحريک طالبان پاکستان

د ملاتړ په تور تورنه کړې ده؛ هغه ډله چې د خېبرپښتونخوا په ګڼو خونړيو بريدونو کې يې لاس لرلی او د سلګونو ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو د وژل کېدو مسؤليت ور پورې کېږي

د طالبانو ادارې دا تورونه رد کړي، خو تر اوسه يې د افغانستان په خاوره کې د وسلوالو ډلو د شتون په اړه د پاکستان او نړيوالې ټولنې اندېښنو ته روښانه او قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی. شنونکي وايي، د همدې مبهم دريځ له امله د سيمې امنيتي وضعيت لا هم نازک پاتې دی

سياسي شنونکي باور لري، چې که د پاکستان او طالبانو ترمنځ د باور فضا رامنځته نه شي او د وسلوالو ډلو پر وړاندې عملي او ګډ ګامونه وانخيستل شي، نو دا ناڅرګند حالت به نه يوازې د خېبرپښتونخوا، بلکې د ټولې سيمې امنيت له جدي ګواښ سره مخ کړي

په داسې حال کې چې د ترهګرۍ اور لا هم په خېبرپښتونخوا کې بل دی، دا پوښتنه لا هم بې‌ځوابه پاتې ده: ايا د متقابلو تورونو او نيمګړو ځوابونو دوام به د ستونزې د حل لاره هواره کړي، که به د سيمې بې‌ثباتي نوره هم ژوره کړي؟ د دې پوښتنې ځواب د راتلونکو سياسي او امنيتي پرېکړو پورې تړلی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto