news اخبار فوری
clock

کابل __ د کډوالو نړيوال سازمان د راستنېدونکو افغانانو ستاينه وکړه؛ هيله او ننګونې څنګ په څنګ

کابل __ د کډوالو نړيوال سازمان د راستنېدونکو افغانانو ستاينه وکړه؛ هيله او ننګونې څنګ په څنګ

د کډوالو نړيوال سازمان د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان هغو کډوالو او کورنيو بې‌ځايه شويو خلکو د هڅو او زغم ستاينه کړې، چې له بهرنيو هېوادونو خپل وطن ته راستانه شوي دي. دغه سازمان ويلي، چې ډېری راستنېدونکي افغانان له ځان سره هغه مهارتونه، تجربې او مسلکي پوهه راوړي، چې د کډوالۍ پر مهال يې تر لاسه کړي او اوس هڅه کوي د همدې وړتياوو پر مټ خپل ژوند له سره ورغوي  ټينګار کړی، چې راستنېدونکي کډوال نه يوازې د خپلو کورنيو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هڅې کوي، بلکې د ټولنې په بيا رغونه، د ټولنيزو اړيکو په ټينګښت او د محلي همغږۍ په پراختيا کې هم مهم رول لوبوي. د دې ادارې په وينا، دا کسان کولی شي د افغانستان لپاره د بدلون يو مثبت ځواک واوسي، که لازم شرايط ورته برابر شي

خو سره له دې هيله‌بښونکو څرګندونو، اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي. شنونکي وايي، چې د ناڅرګند امنيتي وضعيت، اقتصادي رکود، بې‌کارۍ او تر ادارې لاندې د پراخو محدوديتونو په شتون کې، دا پوښتنه جدي ده چې ايا د راستنېدونکو کډوالو مهارتونه به رښتيا هم د کار وړ وګرځي، که نه؟

د ټولنيزو چارو کارپوهان باور لري، چې يوازې د ستاينې څرګندونې بسنه نه کوي. د دوی په اند، اړينه ده چې د واکمنو جوړښتونو له لوري د کار زمينې برابرې شي، د مسلکي زده‌کړو ملاتړ وشي او د اقتصادي ادغام لپاره روښانه پاليسۍ رامنځته شي، څو راستنېدونکي وکولای شي خپلې وړتياوې په اغېزمن ډول وکاروي

په داسې حال کې چې ميليونونه افغانان له فقر، بې‌ثباتۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي، دا پوښتنه لا هم ځواب ته په تمه ده: ايا د راستنېدونکو کډوالو دا انساني پانګه به د هېواد د بيا رغونې په عملي ځواک بدله شي، که به د نه پاملرنې له امله يو ځل بيا له منځه ولاړه شي؟ د دې پوښتنې ځواب به د وخت او عملي ملاتړ له لارې روښانه شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto